خبرونهامنیت

د هېواد په خیتځ کې چاودېدونکي توکي کشف شول

۷- کابل / د مرغومي ۱۷ مه / باختر
امنیتي ځواکونو هغه چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړل چې نوي له پاکستان څخه ننګرهار ته لېږدول شوي وو.
دغه چاودېدونکي توکي د جامې مینځلو د خیبر پوډر په بستو کې ځای پرځای شوي وو او ټاکل شوې وه د یوه باروړونکي موټر په واسطه د هېواد ځینو سیمو ته ولېږدول شي او د ډار اچوونکو په واک کې ورکړل شي.
د یادو توکو د لېږدولو په اړوند دوه تنه نیول شوي دي.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل باختر آژانس ته وویل چې له یادو بستو څخه دوه ټنه چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
هغه تایید کړه چې امنیتي ځواکونو د یادو توکو د لېږدولو په اړوند دوه تنه نیولي دي.
د چاودېدونکو توکو ترڅنګ د چولو سلګونو چاودېدونکي جلیقې هم ترلاسه شوې ډي.
امنیتي خواکونه وايي چې ترلاسه شوي چاودېدونکي توکي پاکستاني دي او د زیاتې ویجاړۍ توان لري.
وسله وال طالبان زیاتره چاودېدونکي توکي له پاکستان څخه ترلاسه کوي او له هغو څخه بمونه، ماینونه او ځانمرګي واسکټونه جوړوي او په افغانستان کې پر خپلو بریدونو کې ترې استفاده کوي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته