امنیت

د هېواد په سویل ختیځ کې ۳۷ وسله وال طالبان ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي ۶ مه
د پکتیا او پکتیکا ولایتونو په مربوطاتو کې اووه دېرش وسله وال طالبان وژل شوي او یو وسله وال نیول شوی دی.
چارواکی وایي چې ګډو افغان ځواکونو د پکتیکا د مټاخان او د پکتیا د زرمت ولسوالیو د لویې لارې په اوږدو کې چاڼیز عملیات ترسره کړي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ډګرمن محمد فاروق روشن باختر اژانس ته وویل چې په دغو عملیاتو کې اووه دېرش وسله وال طالبان وژل شوي او یو وسله وال نیول شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې په وژلو شویو کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې مرستیال هم شامل دی.
ویل کېږي په عملیاتو کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
د یو بل خبر له مخې، د غزني د مرکز اړوند د مدرسې او د ده یک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شوې دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ډکرمن محمد فاروق روشن وايي چې په دغو نښتو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور یې ټپيان شوي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته