روغتیاښوونه او روزنه

د هېواد په ١۶ ولايتونو کې د ښوونځيو او پوهنتونونو رخصتي د نورو دوو اوونيو لپاره تمديد شوه

کابل / د غبرګولي ۱۸مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت مقامات وايي چې د کابل په ګډون د هېواد په ١۶ ولايتونو کې د پوهنتونونو، ښوونځيو او روزنيزو کورسونو رخصتي د کروناويروس د خپرېدو د مخنيوي په موخه د نورو دوو اوونيو لپاره تمديد شوې ده.
د عامې روغتيا وزارت د غبرګولي په ۸مه د کروناويروس د درېمې څپې د خپرېدو د مخنيوي په موخه په کابل، غزني، هلمند، قندهار، لوګر، ننګرهار، پکتيا، پروان، ميدان وردګو، پنجشېر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپيسا، کندز او نيمروز کې پوهنتونونه، ښوونځي او روزنیز کورسونه د دوو اوونيو لپاره رخصت کړل چې دغه موده د غبرګولي په ٢٢ مه پاى ته رسېږي.
د عامې روغتيا وزارت د وياند مرستيال ډاکټر عثمان طاهري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د پوهنتونونو، ښوونځيو او روزنیزو کورسونو رخصتي د غبرګولي له ٢٢مې څخه د نورو دوو اوونيو لپاره تمديد شوې ده.
طاهري زياته کړه چې د ورزشي کلپونو، د لمبو ډنډونو او د ودونو د سالونونو فعالیت هم په یادو ولايتونو کې د دوو اوونيو لپاره بند شوی دی.
له دې وړاندې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون هم زيانمنونکي دولتي کارکوونکي د دوو اوونيو لپاره رخصت کړي دي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته