ټولنه

د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش بهیر سبا پیلېږي

کابل / لیندۍ ۱۴مه / باختر
د پاسپورټ عمومي ریاست وايي چې د پاسپورټ د وېش بهیر سبا (د لیندۍ په ۱۵مه) د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې پیلېږي.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په هغې خبري غونډه کې چې نن د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، د پاسپورټ عمومي رییس مولوي عالم ګل حقاني وویل: د پاسپورټ د وېش بهیر سر له سبا په فراه، نیمروز، بادغیس، پکتیکا، لغمان، کونړ، تخار، زابل، ارزګان، جوزجان، سمنګانو، بغلان، بامیانو او پنجشېر ولایتونو کې پیلېږي.
حقاني زياته کړه چې په يادو ولايتونو کې د ‍پاسپورټ د وېش بهیر د بیا پیل لپاره، د پاسپورټ غوښتونکو ته د اړتیا وړ ټول پرسونل او تجهیزات چمتو شوي دي.
هغه پر خلکو غږ وکړ چې د جعلي اسنادو له وړاندې کولو او کمېشنکارانو ته د پيسو له ورکولو ډډه وکړي، همدارنګه د ولايتونو اوسېدونکي مرکز ته مراجعه و نه کړي، ځکه په مرکز کې ورته پاسپورټونه نه ورکول کېږي او په خپلو اړوندو ولايتونو کې دې پاسپورټونه واخلي.
د پاسپورټ عمومي رييس دغه راز له خلکو او رسنيو څخه هم وغوښتل چې پر بې اساسه خبرونو باور ونه کړي او هغه راپورونه يې رد کړل چې ګنې په دغه رياست کې پاسپورټونه مخ په خلاصېدو دي.
حقاني ډاډ ورکړ چې د پاسپورټ عمومي ریاست په کافي اندازه د پاسپورټ کتابچې لري او دغه ریاست تر نورو ۱۵ میاشتو پورې پاسپورټ ته اړتیا نه لري.
هغه د نويو پاسپورټونو د چاپ او د پاسپورټ د بيې د لوړېدو په اړه وويل چې تر اوسه په دې برخه کې کومه پرېکړه نه ده شوې.
په همدې حال کې مولوي عالم ګل حقاني، په کابل کې د پاسپورټ د وېش بهیر د پيل په اړه وويل چې د مرکز لپاره د اړتيا وړ وسايل او تجهیزات پېرودل شوي دي چې په رسېدو سره به یې ډېر ژر دغه بهير په کابل کې هم پيل شي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته