امنیتاقتصادټولنه

د وارداتي برېښنا دوه پايې په کلکان ولسوالۍ کې ويجاړ شوې دي

کابل / د غويي ١۷مه / باختر
د افغانستان برېښنا شرکت اعلام کړى دى چې د٢٢٠ کيلوولټ وارداتي برېښنا دوه پايې نن سهار د کلکان ولسوالۍ په مربوطاتو کې چپه شوې دي.
باختر آژانس ته د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې؛ دغه پېښه نن سهار شاوخوا ۴ بجې او ۴۵ دقيقې د کابل د کلکان ولسوالۍ په میرزاخېلو ساحه کې رامنځته شوې ده چې د ښخ کړاى شويو ماينونو په چولو سره د ٢٢٠کيلوولټ وارداتي برېښنا دوه پايې چپه شوې دي او يوه بله پايه يو څه ويجاړه شوې ده.
همدا اوس کابل او د وارداتي برېښنا په تګلوري کې د ولايتونو برېښنا بهير پرې شوی دی او د افغانستان برېښنا شرکت تخنيکي ټيمونه هلې خلې کوي چې د کار زمينې په برابرېدو سره د ويجاړو شويو پايو د درولو او ترميم کار پيل کړي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته