خبرونهفرهنګ

د واټونو او عامه ښاري اماکنو د نومولو کمېسیون نوی طرزالعمل په اصولو کې تایيد شو

۲۶- کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
د واټونو د نومولو کمېسیون ناسته نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست محمد طاهر زهیر په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې د کمېسیون غړیو، د واټونو د نومولو په اړوند هغه اووه پېشنهادونه چې دولتي او غیر دولتي ادارو له مرکز او ولایتونو څخه کمېسیون ته استولي وو؛ وڅېړل او د هر يو په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول.
وروسته د کمېسیون غړیو د واټونو او عامه ښاري اماکنو د نومولو کمېسیون د نوي طرزالعمل پر مسودې بحث وکړ او د هغې د یوشمېر موادو له اصلاح وروسته يې یاد طرزالعمل په اصولو کې تایيد کړ.
د غونډې په پای کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د چارو د ګړندي کولو لپاره د کمېسیون د غړیو پر هڅو ټینګار وکړ.
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته