امنیت

د وردوج ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس ووژل شو

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو کسانو تېره شپه د بدخشان د وردوج ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس مولوي عبدالوهاب نجدي وواژه.
د بدخشان د پرمختيايي شورا غړي احمدجاوېد مجددي باختر آژانس ته وويل چې مولوي نجدي قومي مخور او له طالباني ضد څېرو څخه و چې تل يې د ظلم او استبداد پر خلاف غږ پورته کاوه چې په پاى کې په وردوج ولسوالۍ کې په خپل کلي کې د ماښام لمانځه له ادا کولو وروسته د ناپېژاندو وسله والو کسانو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شو.
ختم- ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته