امنیت

د وسله والوغلو يوه ٦ کسيزه ډله کابل ښار ته څېرمه ونيول شوه

کابل / د غویي2٠مه / باختر
پوليسو تېره شپه د وسله والوغلو يوه ٦ کسيزه ډله د کابل له شکر درې ولسوالۍ څخه ونيوله.
د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه کسان چې له څه مودې را په دې خوا يې د شکردرې او د کابل په ميربچه کوت سيمه کې پر وسله والې غلا لاس پورې کاوه او د پوليسو ترتعقيب لاندې و په يو اوپراتيفي عملياتو کې د کابل د شکردرې ولسوالۍ له قلعه مرادبيک څخه له پېژندنې وروسته ونيول.
نيول شويو کسانو په خپلو لومړنيو تحقيقاتو کې د دوکانونو، کورونو او د وسايطو په وسله والې غلا اعتراف کړى دى.
له نيول شويو کسانو څخه يو کلاشينکوف او يو سراچه ټکسي موټر هم ترلاسه شوى دى.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته