امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان په پکتيکا کې ونيول شو

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
د وسله الو طالبانو د ډلې يو قوماندان د پکتيکا ولايت په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکو په چاڼيزو عملياتو کې ونيول شو.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه قوماندان چې د پکتيکا ولايت د برملې ولسوالۍ په مربوطاتوکې يې په زياترو نا امنيوکې فعال رول درلود او په تروريستي پروګرامونو بوخت و؛ د ملي اردو د ځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې له يو سرف ډوله موټر او پنځوکيلوګرامو نشه يي توکو چې د ځانمرګو واسکټونو په جوړولوکې کارول کيږي؛ ونيول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته