خبرونهټولنه

د وټپور اوسېدونکي وايي چې په تېرو شلو کلونو کې په یاده ولسوالۍ کې بیا رغونه نه ده شوې

 کابل / د تلې ۸ مه / باختر

د کونړ د وټپور ولسوالۍ د قرو درې د څانګار، کټار،ګمبیر،دیوز،کرونګ اوقرو سیمو اوسېدونکي وايي چې په تېره شل کلنه دوره کې یې په سیمه کې د بیا رغونې کارونه نه دي شوي چې خلک یې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دوی وایې: د سړک د نه شتون له امله د ورځو مزلونه پلې ځي او له همدې امله په یاده سیمه کې د توکو بیه هم ډېره لوړه ده او د خلکو د اقتصاد کچه صفر ده.

دوی له اسلامي امارت غواړي چې په یاده ولسوالۍ کې د توکو بیې کنټرول کړي او سړک هم ورته جوړ کړي.

د سیمي قومي مشران پر سړک سربېره د ښوونځیو د ودانیو د جوړېدو غوښتنه هم کوي، دوی وايي چې په یاده دره کې هېڅ ښوونځی ودانۍ نه لري او ماشومان یې تر شین اسمان او د ونو بوټو لاندې زده کړې کوي.

قومي مشرانو زیاته کړه چې قرو دره ګڼ شمېر کلي او نفوس لري؛ خو دوی په یاده سیمه کې روغتیایې مرکز نه لري او ناروغ پنځلس کیلو متره لرې سیمې د ولسوالۍ روغتیایې مرکز ته رسوي چې ډېر شمېر یې په لاره کې ژوند له لاسه ورکوي.

دوی وايي چې سیمه یې انقلاب ځپلې، د کرنې او ما لدارۍ په برخه کې هم زیاتو ستونزو سره مخ دي، ویالې اوسربندونه نه لري. په وینا يې تېرحکومت او مرسته کوونکو ادارو د نا امنۍ په پلمه یادې سیمې ته پاملرنه نه ده کړې؛ خو له اسلامي امارت څخه د امنیت په راتګ سره د خپلوحقونو غوښتنه کوي.

په همدې حال کې  د کونړ د والي ویاند مولوي نجیب الله حنفي هم د قرو درې د خلکوستونزې پرځای بولي.

حنفي وایې چې ولایت مقام دغه سیمې ته یو پلاوی  لېږلی و او ستونزې یې له نږدي کتلې چې سړک، کلینیک، ویالې، سربندونه او د ښوونځیو ودانۍ د خلکو اساسي ستونزې دي.

هغه پر نړېوالو مرسته کوونکو ادارو غږ وکړ چې دوی یې د امنیت هر ډول تضمین کوي او په یاده سیمه کې دې پروژې پلې کړي.

د قرو درې خلک په خپله سیمه کې د بیا رغاونې کارونو غوښتنه په داسې مهال کوي چې په یاده دره کې د خلکو د معلوماتو پر اساس نږدي دېرش زره کورنۍ استوګن دي؛ خو د ژوند له ټولو اسانتیاوو بې برخې دي او تر اوسه ورته نه دولت او نه کومې موسسې پاملرنه کړې ده.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته