ټولنه

د يونيسف او يو- ان- اچ –سي- ار مرستندوي بنسټونه له زيانمنونکوماشومانوسره مرسته کوي

کابل /د ليندې ٢مه /باختر
دهرات والي شيخ الحديث مولانانور احمد اسلام جار نن دملګروملتوسازمان د يونيسف اود يو- ان- اچ- سي – ار د مرستندويو بنسټونو له رييسانو سره وکتل.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې ؛ په دې کتنه کې د يونيسف د دفتر رييس له زيانمنوونکوماشومانوسره د دغه دفتر د مرستو او ملاتړاود کارګرو ماشومانود ترپوښښ نيولوپه اړه خبرې وکړې.
هغه وويل: ټاکل شوې ده چې د دغه دفتر د طرحې له مخې کارګر اوبې سرپرسته ماشومان تر پوښښ لاندې ونيول شي.
دغه راز د يو-ان- اچ- سي- ار د دفتر رييس خپل پروګرامونه اوغوښتنې د هرات له والي سره شريکې کړې .
د هرات والي شيخ الحديث مولانا نوراحمد اسلام جار د دغو بنسټونو د بشردوستانه مرستو قدرداني وکړه او د دوى د فعاليتونو د دوام په لاره کې دهمکاري ژمنه وکړه .
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته