کابل / د چنګاښ٨ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ اوهنرمعين هارون حکيمي نن د يو شمير افغان او هندي هنرمندان د انځورګرۍ هنري اثارو د نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هنري او فرهنګي اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې: د مراسمو په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين د ويډيو کنفرانس له لارې د فرهنګ او هنر پر رول او دافغانستان او هندوستان ترمنځ د فرهنګي اړيکو پرمخينې خبرې وکړې او د دواړو هېواد د هنري او فرهنګي اړيکو پر پراختيا يې ټينګار وکړ.
هغه څرګنده کړه چې له هېواده بهر، ښايي د رسنيو له لارې خلکو ته د افغانستان اصلي تصوير او حالت منعکس نه شي، خو هنر داسې وسيله ده چې دهنرمندانو په مرسته يې کولاى شي د افغانستان اصلي تصوير، د افغانستان د خلکو حالت د خپلو هنري آثارو له لارې د پيغامونو په قالب کې وړاندې کړي.
دغه راز د دې ويډيو کنفرانس له لارې، يو شمير افغان او هندي هنرمندانو د خپلو نقاشيو په اړه چې بيلابيلو پيغامونه وړاندې کوي معلومات ورکړل او خپل احساسات يې څرګند کړل
دغه نندارتون د هندوستان د (ابيګان) فرهنګي بنسټ او په هند کې د افغانستان سفارت د فرهنګي برخې په همکارۍ جوړ شو او د يو شمير افغان او هندي هنرمندانو د انځورګرۍ اثار پکې نندارې ته وړاندې شول.
\ ذ