کابل/ د ليندۍ١٣مه / باختر:
د فاریاب د پښتونکوټ ولسوالۍ د ګليم باف کلي د یوه ځوان مړی چې څو ورځې وړاندې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوی و، تېره شپه د پښتون کوټ ولسوالۍ په بوچه دوه لارې کې وموندل شو.
د فارياب يوې امنيتي سرچينې د باختراژانس خبريال ته وويل؛ د فارياب د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف د مبارزې مديريت منسوبانو د دغه ځوان مړى تېره شپه لس بجې د پښتون کوټ ولسوالۍ د بوچه په دوه لاره کې وموندل او ولايتي روغتون ته يې ولېږداوه .
د سرچينې په وينا، د دې وژنې علت تراوسه معلوم نه دى او قضيه د امنيتي مسوولانو تر څېړنې لاندې ده.
\ ذ
4 د یوې دقیقې څخه لږ