خبرونهټولنه

د ٦٣ دولتي ادارو کارکوونکو ته د برېښنايي تذکرو د ويشلو بهير بشپړشو

٢٤- کابل / د مرغومي ٨مه /باختر
د احصاييي اومعلوماتو د ملي ادارې مسوولين وايي په کابل کې د ٦٣ دولتي ادارو کارکوونکو ته برېښنايي تذکرې ويشل شوي دي.
باختراژانس د احصاييې او د معلوماتو د ملي ادارې د خبرپاڼې له مخې خبرراکړ، د بهرنيو چارو، د اطلاعاتواوفرهنګ ، د ښارجوړولواو اراضي ، د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا، د مهاجرينو د راستنولو د چارو، ترانسپورت او هوايي چلند، اقتصاد، عدليې، صنعت اوسوداګرى، فوايد عامې، د ښځو د چارو، د سرحدونواو قبايلو د چارو، کانونو او پتروليم، مخابراتو او د معلوماتي تکنالوژى د وزارتونو د پېښو د څيړنې په چارو کې د دولت وزارت ، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ، د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون ، د اټومي انرژى د ادارې ، د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې ، د څېړنې د عالي ادارې ، د ملي تدارکاتو ادارې ، د پايتخت زون د پرمختيا ادارې ، اطلاعاتوته د لاسرسۍ د کمېسيون ، د افغانستان د علومواکاډمۍ ، د بدنې روزنې او سپورت د لوى رياست ، ولسي جرګې، د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون د لوى رياست ، د اوبو د چارو د سمون ادارې ، د انرژى د چارو د تنظيم ادارې، د ازموينو د ملي ادارې ، د کوچيانو د چارو رياست ، د اساسي قانون پرتطبيق د څارنې کمېسيون، د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسيون، د انتخاباتي شکايتونوخپلواک کمېسيون ، د افغان پست شرکت، د اترا اداره، د اوسپنۍ پټلۍ اداره ،د افغانستان بانک ، د اوبو رسولو د شرکت ، د تخنيکي اومسلکي تعليماتو ادارې ، د طبئ عالي شورا ، د افغانستان د ستندرد ملي اداره ، هغه دولتي ادارې دي چې په هغو کې د برېښنايي تذکرو د نوم ليکنې او ويشلوبهير پکې بشپړ شوي دي.
د احصاييې اود معلوماتو ملي ادارې په کابل کې دولتي ادارو ته د ګرځنده ټيمونو په لېږلو سره د دولتي کارکوونکو د هويت د ثبتولو د معلوماتود ثبتولو او د برېښنايي تذکرو د ويشلو بهير ترسره کړى دى .
دغه ادارې د ٧٧ دولتي ادارو کارکوونکو ته د برېښنايي تذکرو د ويشلو بهير د افغانستان د اسلامي جمهوريت د کابينې د پريکړې له مخې د ١٣٩٩ کال د تلې د مياشتې له پيل څخه پيل کړى دى .
ختم_ ج-ارکم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته