خبرونهTOPټولنه

د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت سرپرست په کابل کې د پاکستان له سفير سره وکتل

کابل/ د تلې ۲۳مه/ باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حمیدالله اخندزاده نن له غرمې وړاندې د پاکستان اسلامي جمهوريت له سفير منصور احمد خان سره په خپل کاري دفتر کې وکتل،
په دې کتنه کې د هوايي او ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې د شته ستونزو د لرې کولو په اړه خبرې وشوې.
په هوايي برخه کې چې د پي ای اې (PIA) او دآريانا افغان هوايي شرکت مسوولين هم موجود وو
د اریانا افغان هوایي شرکت، کام ایر او پي ای اې هوايي شرکتونو په نورمال ډول د پروازونو پیلېدلو په اړه خبرې وشوې او د ټکټونو د لوړو بیو د راټیټولو په اړه پرېکړه وشوه چې د یادو دریو شرکتونو ګډ تخنیکي ټیم به کار پرې کوي او نرخونه به نورمال حالت ته راټيټوي، درې واړه هوايي شرکتونه به په نورمال ډول پروازونه پیلوي او د ځمکني ټرانسپورټ په اړه وويل شول چې ژر تر ژره به موجوده ستونزې هوارې شي او ځمکنۍ لارې به د تجارتي اموالو او خلکو تګ او راتګ لپاره خلاصې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته