امنیت

د پاتو ولسوالۍ د سرتګاب کلی د طالبانو له شتون څخه پاک شو

کابل / د چنګاښ ۳مه / باختر
د دایکنډي امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د پاتو ولسوالۍ د سرتګاب کلی تېره شپه په عملیاتو کې له وسله والو طالبانو څخه بېرته ونیول شو.
د دایکنډي د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر نقیب الله مالستاني باختر آژانس ته وویل چې دغه چاڼیز عملیات د ولسي پاڅون کوونکو په ملاتړ د دغه ولایت د پاتو ولسوالۍ په سرتګاب کلي ترسره شول چې په پایله کې زیاتې ساحې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې.
وسله والو طالبانو څو ورځې وړاندې د خپلو بریدونو په دوام په سرتګاب کلي کې څو دُکانونه او د استوګنې کورونه وسوځول او مالونه یې لوټ کړل.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته