سیاستخبرونهټولنه

د پاسپورټ رياست د خدمتونو وړاندې کولو چمتو ده 

کابل/ د وږي٢٦مه / باختر

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ رياست وايي د دوى فني ستونزې حل شوي  او دوی هېوادوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو دي.

د محمد اشرف غني د حکومت له ړنګیدو وروسته ، د پاسپورټ رياست فعالیت بند شو.

د دې ادارې چارواکي وايي د دوی تخنیکي ستونزې حل شوي او دوی هېوادوالو ته د پاسپورټونو د بیا ویش لپاره د اسلامي امارت لارښونې ته انتظار باسي.

دا په داسې حال کې ده چې په سلهاو زره افغانان په لیوالتیا سره د پاسپورټ رياست بیا پيل کیدو ته په تمه دي ترڅو بهر ته سفر وکړي.

دغه راز ناروغ لرونکي وايي د پاسپورټونو د ویش په ځنډولو سره ،  د دوی  د ناروغانو ناروغي به زياته شي او حتي د مړينې احتمال يې هم شته.

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ رياست یوې سرچینې باخترآژانس ته وویل، تخنیکي ستونزې حل شوي، زياتره کارکوونکي بیرته خپلو دندوته راستانه شوي او چمتووالی نیول شوی دى ، او موږ یوازې د اسلامي امارت لارښووني ته په تمه یو چې هېوادوالو ته د پاسپورټونو ویش بیا پیل کړو.                                             | ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته