اقتصاد

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر لس کاله وړاندې لاسلیک شوي ترانزیټي هوکړه لیک بیا ځل کتنه کېږي

جلال آباد/ د کب ۱۲ مه/ باختر
د ختیځ زون په کچه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیتي سوداګرۍ د هوکړه لیک اصلاحي بڼې لپاره ناسته کې د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ١٠ کلونه وړاندې لاسلیک شوي هوکړه لیک کې له سوداګرو سره مشوره نه ده شوې.
امرخېل وویل چې ١٠ کاله وړاندې لاسلیک شوی (AFTTA) هوکړه لیک د دواړو هېوادونو لپاره ګټور نه و ، ځکه چې په کې د ختیځ زون له سوداګرو سره هیڅ ډول مشوره نه وه شوې.
امرخېل د شوي هوکړه لیک د هرې مادې پر مثبت او منفي اړخونو سوداګرو ته د فکر کولو سپارښتنه وکړه چې په خبره یې، دا ځل دا هوکړه لیک باید د ترانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې هیڅ ډول ستونزه ونه لري.
په ورته مهال ملي سوداګر خانجان الکوزي وویل چې د ولسمشر په لارښوونه او د اقتصاد عالي شورا د پرېکړې له مخې یې د کابل وروسته په ننګرهار کې د ختیځ زون په کچه د (AFTTA) هوکړه لیک باندې بیا کتنه پیل کړې، چې د نورو زونونو په کچه به هم یاده چاره ترسره شي.
هغه زیاته کړه چې د یادې هوکړې له مخې چې افغانستان ته یې زیان و، د نورو هېوادونو سره سوداګریز سرحدونه پرانیستل شول، چې د همدې چارې له مخې پاکستان ومنله په یاده هوکړه بیا ځل کتنه وشي چې د تورخم له لارې هم اسانتياوو برابر شي.
ټاکل شوې د یادې هوکړې د بیا کتنې د تخنیکي چارو په وروستیو کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم ګډون وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته