ټولنه

د پاکستان د مرستې درمل افغانستان ته د رارسېدو په حال کې دى

کابل /د ليندې ١٤مه /باختر
ټاکل شوې ده پاکستان له افغانستان سره د درملواوطبي تجهيزاتو مرستې وکړي .
دغه مرستې د پاکستان له کراچى څخه بار شوي دي اوټاکل شوې ده ډېرژر د افغانستان د روغتيايي مسوولينو په واک کې ورکړشي.
دپاکستان د ډان ورځپانې خبرورکړى دى چې د دغودرملو اوطبي تجهيزاتو ارزښت ٢٥ميليونه پاکستاني کلدارې دي .
پاکستان ويلي دي چې په دې حساس پړاوکې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشردوستانه مرستوته دوام ورکوي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته