نړۍ

د پاکستان صدراعظم داستجواب لپاره ددغه هيواد ستري محکمې ته حاضر شو .

٧- اسلام اباد  باختر دمرغومي   نهه ويشتمه

   دپاکستان صدراعظم يوسف رضاګيلاني نن داستجواب  لپاره ددغه هيواد  ستري مکمې ته حاضر شو .

  ګيلاني  د محکمې   له يوه احتمالي اقدام سره چې کيداي شي  دى له خپل مقام څخه ګوښه کړي ، مخامخ  و .

 ګيلاني په دې  دليل چې ولي يې له سويس څخه  نه دى غوښتي چې دپاکستان دجمهور رييس اصف علي زرداري پرخلاف  دفساد دوسيه له سره پيل کړي   محکمې ته حاضر شوى دى .

 ده په محکمه کې وويل: په داسې حال کې چې دپاکستان جمهور رييس زرداري برحال دى  ، له هر ډول قانوني څارنې څخه مصئون  او خوندى دى .

 له هغه وروسته چې محکمې دګيلاني او دده دمدافع وکيل څرګندونې واوريدې  دمحکمې راتلونکي  غونډه يې دسلواغي دمياشتې لسمې نيټې ته وځنډوله .

 دغه راز محکمې پريکړه وکړه چې  په راتلونکي غونډه کې په خپله دصدراعظم  حاضريدل  اړين دى .

 دستري محکمې دغه استجواب  په داسې حال کې کيږي چې دپاکستان حکومت ، واشنګتن ته ديو ليږل شوي ليک له مخې  ددغه هيواد دځواکمني اردو تر فشار لاندې دى .

  حکومت په دغه ليک کې له امريکا څخه مرسته غوښتې  وه له اسلام اباد سره ديوې پوځي احتمالي کودتا په شنډولو کې مرسته وکړي .

  دپاکستان دي نيوز انترنشنل  ورځپاڼې نن خبر ورکړ  ګيلاني  ددغه هيواد دريم انتخابي صدراعظم دى چې داستجواب لپاره محکمې ته حاضريږي  پخوا ذوالفقار  علي بوټو  او نصرت بوټو پرهغوى باندې دلګول شويوتورونو له امله محکمې ته حاضر شوي وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته