نړۍ

د پاکستان په بلوچستان کې يوې چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

نړيوالې خبري سرچېنې/ د مرغومي ١١ مه / باختر:
د پاکستان د بلوچستان په مرکز کوټه کې يوې بمي چاودنې لږتر لږه ٤ کسان وژلي او ١٥ نور يې ټپيان کړي دي.
د بلوچستان د اعلي وزير د کورنيو چاروسلاکارضياالله لانګو ويلي چې د ريموټ کنټرول بم چاودنه پرون ماخوستن پرجناح سړک وشوه.
د کوټې د پوليسو مشر فداحسين ونايي وويل چاودنه داسي مهال وشوه چې د جمعيت علماى اسلام ډلې غړي او پلويان يې د پېښې له ځاى سره نږدې له يوې غونډې څخه کورونو ته روان وو.
د بلوچستان اعلي وزير ميرعبدالقدوس بزنجو چاودنه د ترهګر بريد په نامه ياده کړه او په کې يې پر مرګ ژوبلې خپګان وښود.
ده زياته کړه چې د دغه بريد عاملين به د قانون منګولو ته سپاري.
د دې بريد مسووليت چا نه دى منلى، په بلوچستان کې يو شمېر بلوڅ بيلتون پالې او نورې وسله والې ډلې فعاله دي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته