خبرونهورزش

د پروان، پنجشېر او کاپیسا خبریالانو لپاره د کرکټ په اړه د پوهاوي پروګرام ترسره شو

کابل/ د غبرګولي ۱۷مه/ باختر

د افغانستان کرکټ بورډ استازو  د پنجشېر، کاپیسا او پروان ولایتونود  خبریالانو لپاره د کرکټ په اړه د  پوهاوي پروګرام  نن په پروان کې ترسره کړ.

د کرکټ بورد ویاند محمدفرید هوتک وویل چې په دغه پروګرام کې د بېلابېلو رسنیو شاوخوا ۴۰ نارینه او ښځینه خبریالانو ګډون کړی و، چی د کرکټ بورډ اړوندو استازو ورته د کرکټ پر بېلابېلو مهمو موضوعاتو سربېره د کرکټ او کرکټ لوبې د راپور ورکولو په اړه معلومات ورکړل.

په یاد پروګرام کې د پروان ولایت مرستیال شاه ولي شاهد، د پروان، پنجشېر او کاپیسا د رسنیزو مرکزونو رییسانو او خبریالانو، د دغې لړۍ د ارزښت په هکله خبرې وکړې.

دوی په خپلو څرګندونو کې د افغانستان  له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چی د لومړي ځل لپاره یی د یادو ولایتونو خبریالانو لپاره د پوهاوي یو داسې با ارزښته پروګرام جوړ کړ چې هم به په یادو ولایتونو کې د کرکټ لوبې په پرمختګ اوهم به د کرکټ په خبري پوښښ کې مثبت رول ولوبوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند محمد فرید هوتک د ورکشاپ په لړ کې خبریالانو ته پر هر اړخیزو مسلکي او تخنیکي برخو رڼا واچوله او د کرکټ بورډ د مشرتابه له لارښوونې سره سم یی په دغو ولایتونو کې د ځوانانو او ژورنالستانو لپاره د نورو پلان شویو برنامو زیری هم ورکړ. ده زیاته کړه، چی د افغانستان کرکټ بورډ به د کرکټ پوهاوي په اړه ورته پروګرامونه د نورو ولایتونو خبریالانو لپاره هم ترسره کړي او دغې لړۍ ته به دوام ورکړي.

د ورکشاپ په پای کې ټولو  ګډونوالو خبریالانو ته تصدیق پاڼې وویشل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته