امنیت

د پروان امنیتي مسوولین: د امنیت په تامینولو کې له پولیسو سره همکاري وکړي

کابل / د مرغومي / ۲۸ / باختر
د پروان امنیتي مسوولینو له اوسېدونکو څخه وغوښتل د امنیت په تامینولو او له ورانکارو ډلو سره په مبارزه کې له پولیسو سره همکاري وکړي.
د پروان د پولیسو امنیتي مرستیال د چاریکارو ښار په مندوي جامع جومات کې له یو شمېرسیمه ییزو مشرانو، د دین عالمانو او ځوانانو سره په کتنه کې له دوی څخه وغوښتل د امنیت په ټنګښت او تامینولو او د جنايي جرمونو په مهارلو کې له پولیسو سره همکاري وکړي.
مولوي محمد ابراهیم حقیار وویل چې پولیس د خلکو په خدمت کې دي او د خلکو د آرامۍ په خاطرهلې ځلې کوي.
په دې غونډه کې سیمه ییزو مشرانو، عالمانو او ځوانانو له جرمونو سره په مبارزه کې له پولیسو سره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته