ټولنه

د پروان خلکو له اسلامي امارت سره خپل ملاتړاعلام کړ

کابل /د تلي ٦مه /باختر
د پروان ولايت د مرکز چاريکارو ښار او د بګرام ولسوالۍ په سلګونوتنوخلکو د افغانستان له اسلامي امارت سره خپل ملاتړاعلام کړ.
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اسلامي امارت د مسوولينو، امنيه قوماندان، ډيني عالمانو اود پروان دمرکزاو د بګرام ولسوالۍ د سلګونوخلکوپه ګډون جوړه شوه مولوي مطيع الله د ديني عالمانوپه استازيتوب د اسلامي امارت برياليتوب خلکوته مبارکي وويله او له اسلامي امارت سره د پروان د خلکو د ملاتړقدرداني وکړه .
هغه د الهي فريضې ادا کول، سرښنندنې اوځان تېرېدنې، امر باالمعروف اونهي عن المنګر د اسلامي امارت د مجاهدينو له خصلتونوڅخه وبلل .
د پروان امنيه قوماندان مولوي عبدالقدير حقاني د مجاهدينو او خلکو د بې سارې مبارزو اوسرښندنو د تاريخچې په اړه هراړخيزې خبرې وکړې او زياته يې کړه : د افغانستان خلک مجاهدپال، قران پال ، ميړني او د عفوي اوبخشش وړ دي .
د افغانستان اسلامي امارت دعمومي عفوې په اعلامولو سره د اسلامي شريعت په رڼا کې په ښې حکومتوالى او خلکوته په بېلابېلو برخوکې د ښو خدمتونو په وړاندې کولو ژمن دى.
امنيه قوماندان د اسلمي امارت په برياليتوب کې د خلکو رول اغيزمن وباله اود ښه امنيت او د ټولنيز عدالت د تامينولو په مقصد يې د خلکو د زياتوهمکاريود دوام غوښتنه وکړه .
په دې غونډه کې مولوي مرزاخان طارق، مولوي بازمحمدحقاني، مولوي خليل الرحمن الفت، مولوي احسان الحق حقاني او يو شمېر نورو ديني عالمانو د موضوع په اړه خبرې وکړې اوپه پروان کې له اسلامي امارت سره خپله همکاري څرګنده کړه.
-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته