خبرونهامنیت

د پروان د لويې لارې د قطعې قوماندان له يوې چاودنې څخه روغ رمټ پاتې شو

٣٩- کابل / دسلواغې ٨مه /باختر
د پروان د لويې لارې د قطعې قوماندان نن سهار له يوې چاودنې څخه روغ رمټ پاتې شو.
د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند سليم نوري باختراژانس ته وويل چې د پروان د لويې لارې د قطعې د قوماندان محمد اکبر سيد خيلي د سپرلۍ په موټر د چاريکارو ښار د لومړى امنيتي حوزې په ٤٠ متره سړک کې د ماين چاودنه وشوه چې د سر زيان يې نه دى اړولى .
هغه وويل چې په دې چاودنه کې د استوګنې څو کورونو ته زيانونه اوښتي دي .
ختم_ ج_ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته