ټولنه

د پروان د محاکمو غونډه جوړه شوه

کابل / د وږي ۹مه / باختر
د پروان د محاکمو لومړنۍ غونډه پرون د افغانستان اسلامي امارت د تميز محکمې د رييس او د پروان ولايت د مرستيال په ګډون په دغه ولايت کې جوړه شوه.
دغه ځانګړې غونډه چې د پروان د استيناف محکمې د غونډو په سالون کې جوړه شوه، د پروان ولايت مرستيال مولوي دوست محمد حقاني د هېواد د تميز محکمې رييس شيخ الحديث عزيزالله المظهري، د پروان د استيناف محکمې رييس، د دغه ولايت د محکمې غړیو او يوشمېر مجاهدينو پکې ګډون کړی و.
د غوڼډې په پيل کې د پروان د استيناف محکمې رييس مولوي محمد قسيم دغه ولايت ته د ولايت د مشرتابه او د اسلامي امارت د محاکمو د مرکزي او ولايتي مسوولينو ته ښه راغلاست ووايه او د قوانينو د تطبيق او د ټولنيز عدالت د تامينولو په لاره کې يې د دغې غونډې جوړول ګټور وبلل.
وروسته د هېواد د تميز محکمې رييس شيخ الحديث عزيزالله المظهري د خبرو په ترڅ کې د اسلامي امارت فتح او برياليتوب په خاطر ټولو ته مبارکي وويله او د دغې غونډې د جوړولو موخه د ټولنيز عدالت د تامينولو، د اسلامي امارت د مجاهدينو د مبارزو او قربانيو د درناوي او د نظام د ستنو ټينګښت ته د پاملرنې په خاطر د اسلامي امارت د نظريو رسول وبلل او ويې ويل چې د اسلامي امارت مشرتابه او د هېواد د محاکمو مشرتابه او غړي د الهي قانون او د اسلامي شريعت تطبيق ته ژمن دي.
د هېواد د اسلامي امارت د تميز محکمي رييس د هېواد د قاضيانو مسووليتونو او مکلفيتونو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې د اسلامي امارت يوه ژمنه او د قاضيانو مکلفيتونه او مسووليتونه دا دي چې د خپلو پرېکړو او حکمونو په صادرولو کې الهي حکم، د پيغمبر ( ص) لارښوونې او حنفي فقه په پام کې ونيسي او د عدالت د تامينولو لپاره د هېواد د سترو مفتيانو په همغږۍ هلې ځلې وکړي.
المظهري د هېواد د درې ګونو محاکمو د کاري اصولو ارزښت او شتون په اړه په تفصيل سره معلومات ورکړل او د قانون د يوخېل او بلاانحراف تطبيق لپاره یې د هغوى شتون د اسلامي نظام يوه مهمه اړتيا وبلله.
شيخ الحديث المظهري د خپلو خبرو په پاى کې د غير اسلامي نظامونو د ماتې ستر دليل ظلم او استبداد او د اسلامي نظامونو برياليتوب يې عدالت وباله او له عالمانو، پوهانو او قاضيانو يې وغوښتل چې له فساد سره جدي مبارزه وکړي او په ټولنه کې د شفافيت په تامينولو کې ونډه واخلي او په دې لاره کې لا زياتې هلې ځلې وکړي.
ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته