امنیت

د پروان د ملي امنيت د کارکوونکو پر موټر د چاودنې عامل ونيول شو

۱۶- کابل / د سلواغې ٢١ مه / باختر
د پروان د ملي امنيت د کارکوونکو پر موټر د چاودنې عامل نن د دغه ولايت له مربوطاتو څخه ونيول شو.
د پروان د ملي امنيت د کارکوونکو د سپرلۍ پر موټر پرون سهار په چاريکارو ښار کې د ماين چاودنه وشوه چې له امله يې د ملي امنيت يو کارکوونکى شهيد شو او څلور نور یې ټپيان شول.
د پروان د همغږۍ مرکزقو ماندان محمد حامد نيازي باختر آژانس ته وويل چې نيول شوی سړی د لغمان اوسېدونکی او د طالبانو ډلې غړی دى چې د ملي امنيت ځواکونو په عملياتو کې د پروان په مرکز پورې اړوند پشيان کلي کې ونيول شو.
ويل کېږي له نيول شوي سړي څخه يو کلاشينکوف او چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
ختم –ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته