خبرونهامنیت

د پروان د پوليسو د کورنى امنيت لوى مدير وټاکل شو

 کابل /د لرم ١٦مه /باختر

د کورنيوچارو وزارت د لېږل شوي ليک پر بنسټ قاري احمد زبير خالقيارد پوليسو د کورنى امنيت د لوى مدير په توګه اومولوي محمد نور احمدي د دغه مديريت د مرستيال په توګه ټاکل شوي دي.

دهغوى د معرفي کولو په مراسمو کې د پروان ولايت مرستيال مولوي دوست محمد حقاني ، د افغانستان د اسلامي امارت له خوا د دوى د ټاکنې او دوى ته د دغه ستر مسووليت د سپارلو په خاطر د پروان پوليسو د کورنى امنيت مدير اومرستيال ته مبارکي وويله او د امن اوعامه نظم د تامينولو په مقصد د دوى له خوا د ښه نظم د ټينګښت په خاطر ټينګار وکړ.

د ولايت مرستيال د امنيت د ګډودونکو کسانو پېژندل اوعدلي اوقضايي بنسټونوته دهغوى سپارل د دغه مديريت يوه ستره دنده وبلله اود دغه مديريت له منسوبينو يې وغوښتل چې له دوى سره دې د چارو د ښه پرمخبيولو په لاره کې له هغوى سره جدي اوصادقانه همکارى وکړي.

وروسته د پروان پوليسو د کورنى امنيت نوى مدير قاري احمدزبير خالقيارپه دې پست کې دخپلې ټاکنې په اړوند د افغانستان د اسلاامي امارت د مشرتابه له باور څخه قدرداني وکړه اوژمنه يې وکړه  چې له ټولوموجودو امکاناتوڅخه د افغانستان داسلامي امارت د هدفونو د تحقق په لاره کې استفاده وکړي اوهغه کسان چې د امنيت د ګډوډولو سبب کېږي د قانون منګولوته وسپاري.

خالقيار د ارامى او امنيت په ټينګښت کې د خلکو همکاري او د خپلوهمکارانو پرله پسې هلې ځلې مهمې وبللې او د دغې ادارې له منسوبينو يې وغوښتل چې په دې لاره کې خپله ونډه ادا کړي.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته