خبرونهامنیت

د پروان د کوه صافي ولسوال د طالبانو په کمين کې ټپي شو

کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
د پروان د کوه صافي ولسوال سمندر سکندري نن سهار د وسله والو طالبانو په کمين کې ټپي شو.
د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار باختر آژانس ته وویل چې سکندري خپلې دندې ته د تلو په وخت کې د کابل- پروان لويې لارې په قره باغ ساحه کې د وسله والو طالبانو په ډزو کې ټپي شو.
هغه زیاته کړه چې هغه د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی دی.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته