Uncategorized

د پروان ملي ټلویزیون د دغه ولایت د خلکو د ملي لیدلوري په رامنځته کولو کې مهم رول لري.

کابل/ د مرغومي ١ / باختر:
دغه څرګندونې د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي شمس الحق مبشر د پروان د ملي ټلوېزيون د رسمي پرانيستې او د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو، امر بالمعروف اونهي عن المنکر ترمنځ د همغږۍ په غونډه کې وکړې، رسنۍ د ټولنیز عدالت په تامین، د فساد په کمولو، په ټولنه کې د افرادو د افکارو په خپرولو او د دولت د لاسته راوړنو په انعکاس ورکولو کې مهم رول لوبوي.
د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس له باختر آژانس سره د دغه ټکې په بيان سره وويل، په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لرې، چې ډېرې يې د همدې بنسټونو له لارې د خلکو ذهنونو ته رسېدلي دي. له همدې امله د رسنیو مسوولین باید په خپلو خپرونو کې د افغانستان اسلامي امارت پالیسي تعقیب کړي او په هېواد کې د دیني او ملي ارزښتونوساتنه وکړي.
نوموړى ډاډ ورکړ، چې د راډيو ټلويزيون د کارکوونکو ستونزې او ننګونې به د مرکز له مسوولينو سره شريکې کړي او هغه ته به رسيدګي وشي.
د پروان د امربالمعروف او نهي عن المنکر رييس مولوي محمد صابرعمر د رسنيو پراهميت خبرې وکړې او ويې ويل: رسنۍ کولاى شي د خلکو غږ د چارواکو تر غوږونو ورسوي او هم د دولت لاسته راوړنې خلکو ته منعکسي کړي، له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت د رسنیو د کارکوونکو او خبريالانو ته ارزښت ورکوي او له دوی سره به له رازهمکارۍ څخه ډډه ونه کړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته