خبرونهامنیت

د پروان نوي امنيه قوماندان د خدمت کولو ژمنه وکړه

کابل / د سلواغې ۱۹مه / باختر
د پروان نوي امنيه قوماندان په خپل کار پيل وکړ.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ سمونوال عبدالرووف روزګاني د کورنيو چارو وزارت په وړانديز او د جمهوري رياست په منظورۍ د پروان امنيه قوماندان ټاکل شوى دى.
د پروان والي ډګر جنرال فضل الدين عيار د کورنيو چارو وزارت د پلاوي په شتون پرون د پروان نوی امنيه قوماندان د دغې قوماندانۍ منسوبينو ته معرفي کړ.
د پروان والي د دغه ولايت له پوليسو څخه وغوښتل چې هېڅ زورواکي او قانون ماتوونکي ته سر ټيټ نه کړي او په ميړانې سره دغه شان کسان وځپي او خلکو ته د امن فضا برابره کړي.
د کورنيو چارو وزارت د پوليسو قوتونو رييس مل پاسوال عبدالوکيل فدا د کورنيو چارو وزارت د رهبرۍ په استازيتوب خبرې وکړې او عبدالرووف روزګاني يې يو پوځي، مسلکي او تجربه لرونکی کادر وباله.
وروسته روزګاني ژمنه وکړه چې دغه رسالت به د پروان له نورو امنيتي بنسټونو او خلکو سره په همغږۍ او همکارۍ په ښه ډول ترسره کړي او په دې لاره کې يې له هېڅ راز هلوځلو څڅه ډډه ونه وکړي.
ختم-ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته