امنیت

د پروان په ولسوالیو کې د امنیتي مسوولینو کړه وړه وستایل شول

کابل / د مرغومي / ۲۷ / باختر
د پروان د امنیې قوماندان مولوي عبدالقدیرحقاني په مشری پرون په دغه ولایت کې امنیتي غونډه جوړه شوه.
د پروان د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر آمرمحمد کامران حبیبي باخترآژانس خبریال ته وویل: په دې غونډه کې د پروان امنیه قوماندان مولوي عبدالقدیرحقاني د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیوکې د امنیتي حالت د ښه والي په اړوند خبرې وکړې او د پروان امنیتي مسوولینوته لارښونه وکړه چې د خلکو د ساتنې او آرامۍ په خاطر شپه او ورځ هلې ځلې وکړي او د هغوی ستونزو ته رسيده ګي وکړي.
حقاني د امنیې قوماندانۍ د ۹ ګونو ولسوالیو، د امنیتي او کشفي حوزو د مسوولینو له کړو وړو او سرښندنو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: په پروان کې د امنیت تامینولو په برخه کې د خلکوهمکارۍ مهمه ده.
د یادونې وړ ده چې د پروان د امنیې قوماندانۍ د قطعاتو او جزو تامونو مسوولینو د ښه امنیت د تامینولو په موخه د خپلو قطعاتو او جزو تامونو ستونزې او اړتیاوې د پروان امنیې قوماندانۍ ته وړاندې کړې.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته