روغتیا

د پروان پولیسو د روغتیایي توکو بستې ترلاسه کړې

کابل / د سلواغې ۹ مه / باختر
د پروان د امنیې قوماندانۍ روغتیایي آمریت پرون د روغتیایي توکو او واکسین لسګونه بستې د دغې قوماندانۍ پر منسوبینو ووېشلې.
د پروان د امنیې قوماندانۍ سرپرست عبدالواسع رحیمي باختر آژانس ته وویل چې د دې قوماندانۍ روغتیایي آمریت د والګي، تور زېړي، محرقې، دیفتري او دغه راز د روغتیایي توکو بستې چې ماسک، عفوني ضد مایع او صابون پکې شامل دي؛ د پروان د امنیي قوماندانۍ پر منسوبینو ووېشلې.
هغه وویل چې دغه توکي د پروان په مرکز او د ولسوالیو په حوزو وېشل شول.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته