فرهنګ

د پروژو مديريت د ارزښت روزنيز ورکشاپ جوړشو

کابل /د ليندې ٢مه /باختر
د پروژو د مديريت د ارزښت په نامه يوه ورځنى روزنيز ورکشاپ نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کارکوونکوته د مطبوعاتو په نړيوال تالارکې جوړشو.
د باختراژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې ورکشاپ کې چې د افغانستان د اسلامي کاروان د بنسټ له خوا جوړ شوې و ، د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين مولوي سعدالدين سعيد وويل چې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د دغه شان برنامو د جوړولوملاتړکوي او په بېلابېلوبرخوکې د نورو روزنيزو برنامو د جوړولوغوښتنه وکړه .
هغه ټينګاروکړ چې د پروژو په مديريت کې بايد ژمن، متخصص اومجرب کسان وګومارل شي چې وکولاى شي په سم اوشفاف ډول د پروژو مديريت وکړي.
دغه رازد افغانستان د اسلامي کاروان د بنسټ رييس انجنير سيدمحمد روحاني هم د اسلامي امارت په نظام کې د پروژو مديريت د روزنيز ورکشاپ جوړول مهم اړتيا وبلله او ويې ويل، د افغانستان د بنستيزو پروژو د مديريت لپاره بايد ژمن کسان وروزل شي چې پروژې په سمه توګه ممديريت شي اودهېواد د اقتصادي پرمختګ اوسمسورتيا سبب شي.
هغه د پروژو په مديريت کې د ديني عالمانو رول يوه اړتيا وبلله اوټينګار يې وکړچې ديني عالمان بايد په ټولو بنستيزو پروژو کې ونډه ولري.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته