ټولنه

د پلخمري ښارد فرحت غونډۍ پارک پرا خېږي

کابل / د کب۱٦/ باختر د فرحت غونډۍ پارک د پراختيا اوسمسورتيا کارد افغان نساجۍ د ستګاه ترنظرلاندې د کرنې، ښاروالۍ، د چاپيريال ساتنې او د بغلان د رضاکارانو د ملي شبکې له لورې پيل شو.
د افغان نساجۍ دستګاه رييس خليل رحيمي د باخترآژانس سيمه ييزخبريال ته وويل: د فرحت غونډۍ پارک په پلخمري ښارکې يوازينې پارک دى، چې ٦١ جريبه ځمکه احتوا کوي تراوسه پورې١٤٠٠ ميوه لرونکي او ډولي نيالګي پکې کښينول شوي دي.
هغه زياته کړه مخکې کرنې رياست د آغاخان د پراختيايي بنسټ په همکارۍ ٥٢ زره ډولې نيالګي کيښودل خو د اوبولګولو او ساتنې په برخه کې د بې پروايي له امله يوشمېر نيالګي وچ شول.
د بغلان د چاپيريال ساتنې رييس عين الدين کريمي د فرخت غونډۍ د پارک په سمسورتيا او اوبو لګولو کې د افغان نساجۍ دستګاه هلې ځلې مهمې وبللې او قدرداني يې وکړه او د پلخمري ښار له نورو بنسټونو او ښاريانوڅخه وغوښتل ترڅو د دغو کښينول شويو نيالګيو په ساتنه کې پاملرنه وکړي.
د يادونې وړ ده چې د فرحت غونډې پارک په ١٣٤٦ کال کې جوړ او د نا امنيو له امله زياتره ونې غوڅې او له منځه وړل شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته