ټولنه

د پل علم ښاروالۍ د دغه ښار د تنظيم او پاکولو بهير پيل کړ

کابل /د کب ٤مه /باختر
د لوګر د مرکز پل علم ښاروالۍ د عملياتي پروګرام په اجرا کولو سره د دغه ښار د پاکولو او تنظيمولو بهير نن پيل کړ .
په دغه پروګرام کې د شهيدانو له چوک څخه د ټوکرانو د پلورنې تر بازاره پورې ټولې غرفې لرې کېږي .
د پل علم ښاروالۍ سرپرست انجنير عبدالقادر ستانکزى د دغه پروګرام د ترسره کولو هدف د پل علم خلکوته د اسانتياوو برابرول اود دغه ښار په واټونوکې د ترافيکي ګڼه ګونې کمښت وباله او له خلکويې وغوښتل چې په دغه پروګرام کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي .
هغه زياته کړه چې دغه بهير د پل علم ښار د پاکولو او تنظيمولو لپاره د اړوندو بنسټونو په همکارۍ به دوام وکړي .
د يادونې وړ ده چې د پل علم ښار يوشمېر خلکو د باختراژانس له سيمه ييزخبريال سره په خبروکې د ښاروالۍ د دغه اقدام قدرداني وکړه او زياته يې کړه چې ښاروالۍ دې د خوراکي توکو د بيو تنظيمولواومديريت ته هم پاملرنه وکړي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته