ټولنه

د پنجشير بې وزلوماشومانو جامې ترلاسه کړې

– کابل/ د کب٧مه/ باختر
د حمايت خيريه بنسټ نن د پنجشير د پريان ولسوالۍ پر ۲۰۰ بې وزلو او بې سرپرستو ماشومانو پسرلنۍ جامې ووېشلې.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ په دغو ماشومانو کې ١٣٠ هلکان او ٧٠ نجونې شته چې د پريان ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې جامې ترلاسه کړې.
د پنجشير د والي مرستیال د دغو جامو وېشل د ماشومانو په هڅونه کې با ارزښته وبلل.
له بې سرپرستو ماشومانود حمايت بنسټ د پنجشير د اووه ګونو ولسواليو له ځوانانو څخه جوړ شوى دى.
ختم-شکریه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته