ټولنه

د پنجشیرد درې ولسوالۍ فرعي سړکونه له واورې څخه پاک شول

کابل / د مرغومي / ۱۹ / باختر
د پنجشیرولایت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې کلیوالي سړکونود واورې پاکولوکارپای ته ورسېد.
د پنجشیرد درې ولسوال مولوي نورالله منوري وویل چې د دغې ادارې د منسوبینوپه هلوځلوسره کلیوالي سړکونه له واوروڅخه پاک شول او د ترافیکوپرمخ پرانیستي دي.
هغه زیاته کړه چې دغه سړکونه د سختو واورو د اورښتونوله امله د ترافیکوپرمخ تړل شوي وو.
د یادونې وړده چې د پنجشیراوسېدونکو د اړوندومسوولینوله اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې اوس خپلو کورونو ته د تګ راتګ او د خوراکي توکود لېږدولو لپاره ستونزې نه لري.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته