ټولنه

د پنجشیر د احصایې او معلوماتو نوی رییس معرفي شو

کابل /دمرغومي ۲۲مه /باختر
د پنجشیر والي نن د دغه ولایت د احصایې او معلوماتو نوی رییس د دغه ریاست کارکوونکو ته معرفي کړ.
د باخترآژانس د خبریال د خبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په دغه ولایت کې جوړه شوې وه د پنجشیر ولایت مرستیال ملا شاه ملنګ روح الله وویل چې په حکومتولۍ کې ادلون بدلون یومنل شوي اصل دی او د افغانستان اسلامی امارت د هېواد د پرمختیا لپاره مکلف دی چې په ټولو برخو کې غوره اشخاص په کار وګوماري.
هغه زیاته کړه هر شخص چې د یوې ادارې یا دولتی بنسټ کې د مشر په توګه ټاکل کېږي لومړی باید په الله (ج) ایمان او باور ولري او په خپلو کارونو کې صادق وي.
دغه راز د پنجشیر د احصاییې او معلوماتو نوي رییس قاري شېرشاه بریال هم په خپلو خبرو کې خلکو ته د خدمت کولو اود دغه ولایت مشرتابه ته د صداقت او ژمنې ډاډ ورکړ.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته