روغتیا

د پنجشیر د عامې روغتیا نوی رییس معرفي شو

کابل/ د مرغومي ۱۰مه باختر
ډاکټر اسد الله نجات د پنجشیر ولایت د عامې روغتیا د نوي رییس په توګه معرفي شو.
ډاکټر اسدالله نجات پرون د پنجشیر د عامې روغتیا د ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د پنجشر د عامې روغتیا نوي رییس ژمنه وکړه چې په دغه ولایت کې به د روغتیا برخې د ښه والي لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي.
د هغه د معرفي کولو په مراسمو کې سیمه ییزو مسولینو او اړوندو کارکوونکوو ګډون کړی و.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته