خبرونهامنیت

د پوليسو دوه ماموران په جلال آباد کې ووژل شول

۲۹- کابل / د مرغومي ۲۷ مه / باختر
د پوليسو دوه ماموران د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې د ناپېژاندو وسله والو کسانو په ډزو کې ووژل شول.
پر دغو پوځيانو نن له غرمې وروسته د نارنج بڼ څلورلارې ته څېرمه د ښار په يوه ګڼ مېشته سيمه کې د موټرو د پلټنې په وخت کې بريد وشو.
د پېښې شاهدان وايي: يرغلګر پر موټرسايکل سپاره وو او پر دوو پوځيانو له ډزو وروسته وتښتېدل.
د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې يوې امنيتي سرچینې د پوليسو د یادو مامورینو وژل کېدل تائيد کړل او ويې ويل چې امنيتي مامورینو د دغې پېښې د عاملینو د پېژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
تراوسه هېچا يا کومې ډلې د پوليسو د پېښې مسووليت نه دى منلى، خو حکومتي مقامات په هېواد کې د هدفمندو وژنو مسوول وسله وال طالبان بولي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته