امنیت

د پوليسو په يوه قطعه کې د طالبانو يو نفوذي خپل ١٣ملګري ووژل

کابل / د سلواغې ٢۷ مه / باختر
هغه سړى چې ويل کېږي په زابل کې د پوليسو په يوه قطعه کې د طالبانو نفوذي کس و، خپل ١٣ ملګري په ډزو سره ووژل.
يرغلګر د وسله والوطالبانو په همکارۍ د پوستې جنګي وسايل لوټ کړل.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دا پېښه قلات ښار ته څېرمه د پل سنګي په نامه قرارګاه کې رامنځته شوه.
يرغلګر چې د طالبانو له نفوذي افرادو څخه و، د پهره دارۍ په وخت کې خپل ١٣ ملګري په ډزو سره ووژل او خپله د وسله والو طالبانو په همکارۍ د دغې پوستې جنګي وسايل لوټ کړل.
د زابل يوې امنيتي سرچینې له باختر آژانس سره په اړيکه کې دیاده پېښه تاييد کړه.
هغه وويل چې د يرغلګر د موندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.
وسله والو طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل منلي دي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته