روغتیا

د پوليو ناروغۍ په اړه د کندزخلکوته پوهاوی ورکول کيږي

کابل /دليندې٢٣مه /باختر
د ملګروملتوسازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونیسف د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ په اړه د کندز خلکوته د پوهاوي ورکولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.
درارسيدلوخبرونوله مخې؛ په دغه پروګرام کې لومړى لسګونوخبريالانو ته د ګوزڼ ناروغۍ د زيانونو او د دغې ناروغۍ په وړاندې د واکسين د ښېګڼو په اړه پوهاوى ورکړل شو.
په کندزکې د يونيسف د ادارې يومسوول باختراژانس ته وويل چې په دغه ورکشاپ کې له برخه والو خبريالانو وغوښتل شول چې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ او د دغې ناروغۍ په وړاندې د واکسين د ښېګڼو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.
دغه ورکشاپ په داسې حال کې جوړېږي چې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د نويو ٤ پېښو له جملې څخه ٣ پېښې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.
دافغانستان دعامې روغتيا وزارت ددغو ٤ پېښو له ثبتولو وروسته د پوليو ناروغۍ په وړاندې د واکسيناسيون سراسري کمپاين پيل کړى دى.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته