امنیت

د پولیسو یو منسوب په غور کې شهید شو

– کابل / د سلواغې ٢۷ مه / باختر
د پولیسو یو منسوب په غور کې شهید کړای شو.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند امیر پارسا باختر آژانس ته وویل چې د پولیسو دغه منسوب د فېروزکوه ښار په لوېدیځ کې له طالبانو سره په نښته کې شهید شو.
دغه راز په دې نښته کې د پولیسو دوه نور منسوبین ټپیان شول.
پارسا زیاته کړه چې په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم د سر زیان اوښتی دی، خو تراوسه يې دقیق شمېر نه دی معلوم.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته