روغتیا

د پولیو واکسین نوې دوره نن پیل شوه

کابل/دمرغومي ۲۸مه /باختر
د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین د تطبیق نوې دوره نن په هیواد کې پیل شوه.
ټاکل شوې ده په دې دوره کې۹،۹میلیونه ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین شي.
د ملګروملتوسازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق(یونیسف) اعلام کړی دی چې د پولیو واکسین نوې دوره ۴ ورځې دوام کوي او په ټول افغانستان کې به له ۵ کلنۍ څخه ښکته ۹،۹میلیونه ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین شي.
دا په داسې حال کې ده چې په۲۰۲۱ کال کې د نورو کلونو په پرتله په افغانستان کې د پولیو د ناروغۍ شمېر لږ ثبت شوی دی چې د پولیو ویروس د لېږدونې د مخنیوي او د دغه ویروس د جرړو د اېستلو لپاره یو بی ساری فرصت برابر شوی دی.
افغانستان، پاکستان، او نایجریا په نړۍ کې یواځني هېوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې شتون لري.
په ۲۰۲۱کال کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ۴ پیښو رپوت ورکړل شوی چې یوه پېښه په غزني او درې نورې پېښې په قندهارکې ثبت شوې وې.
د یونیسف ادارې د څرګندونو له مخې، په دووجلاجلا کمپاینونو کې د ۲۰۲۱کال د نوامبر په میاشت کې ۵،۸میلیونه ماشومان او د همدې کال په دسمبر میاشت کې ۸میلیونه ماشومان واکسین شوي دي.
په افغانستان کې د یونیسف استازې الیس اکونګا ویلي دي چې دغه اداره په افغانستان کې د پولیواو نورو ناروغیو د له منځه وړلو لپاره خپل کار ته دوام ورکوي او د اسلامي امارت له مسوولینو یې غوښتي دي چې د ساحوي کارکوونکو ساتنه وکړي.
په افغانستان کې د نړۍ د روغتیایي سازمان د دفترمسوول داپینګ لو ویلي دي: د ۲۰۲۲کال په پیل سره په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزن ناروغۍ د پای ته رسولو لپاره ښه فرصت په واک کې لري.
هغه دغه راز زیاته کړې ده دغه هد ف ته د رسېدو لپاره په ۲۰۲۲کال کې مو د واکسین د ۵ کمپاینونو پروګرام جوړکړی دی چې د دغو پروګرامونو تطبیقول د پولیو له منځه وړلو لپاره مهم دی.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته