کابل / د غبرګولي ٢٢مه / باختر
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر پخواني معين او د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد رسول باوري د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه، په حق رسېدلی دی.
پوهاند باوري د هېواد نومیالی لرغونپوه، ليکوال او څېړونکی و چې کلونه کلونه يې د کابل پوهنتون د استادۍ مقدسې دندې ترڅنګ لسګونه علمي – څېړنېز آثار او سلګونه علمي – څېړنيزې مقالې ولیکلې او لوستونکیو ته یې په میراث پرېښودلې.
د پوهاند باوري پر مړینې خواشینۍ شوي یوو او مرګ یې د هېواد علمي ډګر ته ضایعه بولو. همدارنګه ارواښاد ته د الله (ج) له درباره د فردوس جنت هيله کوو او کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته یې د ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوو.
ختم-ج-ا