کابل / د مرغومې ۲۷ مه / باختر
د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر د ناروې له سفیر اندریس لیندمن او مل پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې په هېواد کې د میرمنو پر زده کړې، د استادانو پر معاشاتو او ښوونیز نصاب خبرې وشوې.
د پوهنې سرپرست وزیر وویل چې کله د نجونو د زده کړې لپاره په کلتوري او دیني لحاظ یو مناسب چاپیریال برابر شي، اسلامي امارت له اوومه تر دولسم ټولګي پورې په رسمي ډول د هغوی د ښوونځیو پرانېستلو ته ژمن دی. په وینا یې په نږدې راتلونکې کې د ښوونیز نصاب بدلون لپاره کوم عملي اقدام په نظر کې نشته او په خپل وخت به د معمول مطابق د نصاب د تعدیل او غني کولو لپاره زمینه برابروي. د استادانو د معاشاتو په برخه کې یې څرګنده کړه چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د استادانو د څو میاشتو معاشات اجرا شوي او د پاتې میاشتو پر اجرا هم کار روان دی.
په همدې حال کې د ناروې سفیر د افغانستان د ښوونیز بهیر په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
ن/ر