ښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت سرپرست د هېواد د بچیانو پر ښوونې او روزنې ټینګار وکړ

کابل / د وږي ۳۱مه / باختر
د پوهنې وزارت سرپرست شیخ نورالله منیر د دارالمعلمینونو اتحادیې له مسوولینو سره په کتنه کې، د دارالمعلمینونو پر تدریسي او اداري موضوعاتو خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه د پوهنې وزارت سرپرست له ښوونکو څخه وغوښتل چې د هېواد بچیان په اسلامي او وطنپالنې روحیې او د نړيوالو معیارونو پر بنسټ وروزي.
وروسته د دارالمعلمینونو اتحادیې استازو د دارالمعلمینونو ستونزې د پوهنې وزارت له سرپرست سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
په همدې حال کې دوی له پوهنې وزارت څخه وغوښتل، د دارالمعلمینونو هغه بودجه چې په مخکېني نظام کې بنده شوې وه؛ بېرته دې دارالمعلمینونو ته ورکړى شي.
شیخ نورالله منیر د هغوى د ستونزو او طرحو په اړه د همکارۍ ژمنه وکړه.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته