ښوونه او روزنه

د پوهنې وزارت سرپرست: موږ هيڅکله د نجونو د تعليم مخالف نه يو

کابل / د تلې١٥مه / باختر:
د پوهنې وزارت سرپرست شيخ الحديث والتفسير نورالله منير او د يونيسف اجرائيوي مرستيال عمر عبدي په غونډه کې د پوهنې وزارت سره د دغه سازمان د دوامدارو همکاريو په اړه خبرې وکړې.
د باخترآژانس د خبرله مخې: د يونيسف اجرائيوي مرستيال په غونډه کې وويل: موږ د روغتيا، تعليم او د ماشومانو د ملاتړ په برخو کې کارکوو.
هغه زياته کړه، زموږ اټکل دا دى چې دا مهال په افغانستان کې ٣ر١ سلنه ماشومان ښوونځيو ته لاسرسي نه لري او کم شمېر ماشومان چې لاسرسى لري هغوى ته د زده کړې کافي فضا برابره نه ده.
ورپسې د پوهنې وزارت سرپرست په هېواد کې د پوهنې د وضعيت په اړه معلومات ورکړل او يادونه يې وکړه چې پخوا په ټول هېواد کې د تعليمي خدمتونوپه برخه کې ستونزې وې خو اوس په ټول هېواد کې تعليمي بهير په نور مال ډول پرمخ ځي.
هغه زياته کړه، موږ ژمن يو چې د افغانستان ټولو برخو ته متوازن تعليمي خدمتونه وړاندې کړو اوموږ هرهغه چا ته ښه راغلاست وايو چې په دې لاره کې مرسته او همکاري کوي.
د پوهنې وزارت سرپرست د نجونو د تعليم په اړه وويل: موږ هيڅکله د نجونو د تعليم مخالف نه يو او موږ په داسې پلان کار کوو چې د نجونو لپاره سالم او خوندي چاپيريال رامنځته کړو او د اسلام له دين سره سم وي او انشاالله دا پلان به ډېر ژر بشپړ شي او ښوونځي به د نجونو پرمخ خلاص شي.
د يونيسف د ښوونې او روزنې مسوول په خپلو خبرو کې وويل؛ زه او زما همکاران ژمن يو چې له تاسو سره د کيفيت لرونکي او متوازن تعليمي خدمتونو او د افغانستان ماشومانو لپاره د زده کړې سالم چاپيريال په برابرولو کې کار وکړو.
هغه ډاډ ورکړ چې ګاونډي هېوادونه او د نړۍ مرستندويه هېوادونه به افغانستان سره
په ځانګړي توګه د ماشومانو د زده کړې په برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته