امنیت

د پکتيا پوليس د يوه ځوان د وژنې د عاملينو د نيولو هڅې کوي

کابل/ د مرغومي ٥ مه / باختر:
د پکتيا پوليسو د يوه ځوان د وژنې د عاملينو د پېژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړي دي.
پرون ناوخته د پکتيا د مرکز ګردېز ښار يو اوسېدونکى اقبال د ښاروالۍ مارکېټ مخې ته په ډزو سره ووژل شو.
برید کوونکي پر دغه ځوان له ډزو وروسته تښتېدلي دي.
د پکتيا د پوليسو يوې سرچينې د باختراژانس خبريال ته وويل؛ د دغې پېښې دعاملينو د پېژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوي دي .
تراوسه د دې برید انګیزه او د بریدګرو هویت نه دی څرګند شوی
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته